زموږ په اړه

د افغانستان تعليمي موسسه د ژوند په بېلابېلو برخو  کې تعليمې او تفريحي فعاليتونه ترسره کوي. دغه موسسه د ستونزو د حل لپاره د خلکو عملي تجربې مومي او بېرته يې له ټولو سره شريکوي. زموږ د فعاليتونو په بندوبست کې په متخصصينو سربېره عام خلک تر ټولو مهمه ونډه لري. ددغې موسسې فعاليتونه تفريحي،ژبه يې ساده او ټولو ته د پوهېدو وړ ده. دلته زيات تاکيد له مختلفو موضوعاتو سره د مناسب چلند په ترويج او عمل ته د خلکو په هڅولو کې دی. د افغانستان د تعليمي موسسې راډېوي خپرونې لکه نوی کور نوی ژوند، له 1994 کال راهيسې د ميليونونو افغانانو په کورونو کې ځای موندلی دی.

پروګرامونه
Popular Post

دا ډرامه د افغانانو په تېره بيا د کليوالو د کورنيوپر ژوند څرخي او په يوه ټاکلې خیالي سيمه کې موقعيت لري. نوی کور نوی ژوند د سوپ اوپرا بڼه لري، يعنې څو کيسې همزمانه روانې وي. هره برخه يې پنځه صحنې لري چې په بېلابېلو کيسو پورې تړاو لري. موضوعات يې په کليو او بانډو کې د سروې په اساس راټولېږي

خپرونه له دې ځايه اورېدلی شئ...
Popular Post

دا خپرونه له پيځو څخه تر نهو کلنو ماشومانو له پاره ده، چې د مجلې په بڼه جوړېږي . په خپرونه کې د شمېر ، تورو پېژندلو، کيسو، ترانو او ټوکو له لارې دماشومانو ذهني اوژبنۍ وړتيا وده مومي. يوه ماڼۍ او زر دريڅې: د ديارلسو څخه تر شپاړسو کلنو نويو زلميانو ته ځانګړې شوې ده؛ دهغوی ټولنيزو اوفرهنګي اړيکو ته پراختيا ورکوي او د جادويي ماڼۍ د بېلابېلو دريڅو له لارې يې د هېواد او نړۍ سره بلدوي. په دې خپرونه کې لالوماما مرکزي رول لوبوي.

خپرونه له دې ځايه اورېدلی شئ...
Popular Post

دا خپرونه هغو ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته ځانګړې شوې ده، چې عمرونه يې له ديارلسو تر شپاړسو کلونو دي، او تنکي ځوانان د فرهنګي او ټولنيزو اړيکو په برخه کې روزي. لالو ماما خپلو ميلمنو ته په جادويي ماڼۍ کې د رنګارنګ دريڅو په راپرانيستلو هغوی له خپل هېواد نړۍ سره اشنا کوي. د دې خپرونې مرکزي کرکټر د پاچا ټوکمار دی چې د لالو ماما رول لوبوي.

خپرونه له دې ځايه اورېدلی شئ...
 
Popular Post

دا خپرونه له نهو څخه تر دیارلس کلنو ماشومانو دژوند په اړتياوو او ستونزو را څرخي. د خپرونې ډېرې موضوع ګانې د هېواد له کليو او بانډو له ماشومانو څخه راټولېږي اوپه کيسه اړول کېږي. په کيسه کې د لوبغاړو پر تمثيل برسېره، طوطي اوکيسه ویونکې ترور هم مهمه ونډه لري.

خپرونه له دې ځايه اورېدلی شئ...
Popular Post

په دې خپرونه کې د کليوالو اړتياوې او ستونزې له هغوئ سره په مرکو کې رابرسېره کېږي. علتونه يې څېړل کېږي، له برياليو خلکو او ماهرينو سره خبرې کېږي او ستونزو ته په ساده او اسانه ژبه د حل څو بېلابېلې او اسانه لارې پيدا کېږي

خپرونه له دې ځايه اورېدلی شئ...
Popular Post

هره خپرونه معمولا په يوې ځانګړې روغتيايي ستونزې راڅرخي. خلک خپلې ناکامې اوبريالۍ تجربې له اورېدونکوسره شريکوي. د يادې ستونزې لپاره کورنۍ درملنې او لومړنۍ مرستې تر بحث لاندې نيول کېږي. په پای کې د ستونزې د حل لارې چارې ښودل کېږي. زياته پاملرنه پکې د مور او ماشوم د روغتيايي ستونزو حل ته ده.

خپرونه له دې ځايه اورېدلی شئ...
 
Popular Post

دا خپرونه، چې معمولا درې برخې لري، د هغو خلکو لپاره ده چې بې روزگاره دي او غواړي يو کارولري يا کاروبار پيل کړی خو نه پوهېږي چې څرنګه پرمختګ وکړي. هغوئ د خلکو له برياليو او ناکامو تجربو څخه زده کوي چې له کومو امکاناتو او سنجشونو څخه کار واخلي؛په کومه برخه کې پانګونه وکړي. په خپرونه کې کمپيوټر د کرکټر رول لري.

خپرونه له دې ځايه اورېدلی شئ...
 
Popular Post
معلولیت نیمګرتیا نه ده

د افغانستان تعلیمي موسسې( AEPO) د خپلو فعالیتونو په لړ کې د توانمندو ماشومانو د نوښت(ECI) موسسې په همکارۍ د "معلولیت نیمګرتیا نه ده" ترسرلیک لاندې د۲۰۲۲ کال د جنوۍ په میاشت کې راډیويي خپرونې پیل کړې دي، چې په میاشت کې یوه خپرونه د توانمندو ماشومانو د نوښت موسسې، یو شمېر محلي راډيوګانو او د افغانستان تعلیمي موسسې په ویب سایټ، فیسبوک پاڼه او یوټيوب کې خپرېږي. https://www.tajalla.af https://www.facebook.com/aepo.af https://www.youtube.com/@aepotajalla6657/videos https://soundcloud.com/enabledchildren

خپرونه له دې ځايه اورېدلی شئ...
Popular Post
زموږ کور، زموږ ټولګی

موږ کور، زموږ ټولګی دتعليمي خپرونو لړۍ ده چې له اووم ټولګي څخه تر لسم ټولګي پورې د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي مضامین پکې شامل دي. دا خپرونې له شنبې تر سه شنبې په دري او پښتو ژبو په هرات کې د باران له راډیو، په ننګرهار کې د شرق، په کندهار کې د تبسم او په بلخ کې د رابعه بلخي د راډیو په مرسته اورېدلی شئ. ددې ترڅنګ ددې خپرونو راډیویي او ویډیويي خپرونې د افغانستان د تعلیمي موسسې له فیسبوک، یوټیوب، ټیلیګرام او تجلا ویب پاڼې څخه اورېدلی او لیدلی شئ:

خپرونه له دې ځايه اورېدلی شئ...
تمویلوونکي