زموږ په اړه
د افغانستان تعليمي موسسه د ژوند په بېلابېلو برخو کې تعليمې او تفريحي فعاليتونه ترسره کوي. دغه موسسه د ستونزو د حل لپاره د خلکو عملي تجربې مومي او بېرته يې له ټولو سره شريکوي. زموږ د فعاليتونو په بندوبست کې په متخصصينو سربېره عام خلک تر ټولو مهمه ونډه لري. ددغې موسسې فعاليتونه تفريحي،ژبه يې ساده او ټولو ته د پوهېدو وړ ده. دلته زيات تاکيد له مختلفو موضوعاتو سره د مناسب چلند په ترويج او عمل ته د خلکو په هڅولو کې دی. د افغانستان د تعليمي موسسې راډېوي خپرونې لکه نوی کور نوی ژوند، له 1994 کال راهيسې د ميليونونو افغانانو په کورونو کې ځای موندلی دی.